بی خندا مملکت «وطن »
انجینر محمود صافی انجینر محمود صافی

                                                                                                                 

 شا عر وایی : قند ها ر می دبابا په قباله دی  × بد خشان دی که لغمان دی وطن زما دی.                                              پوره (۳۴ ) کاله  کیږی چه مرحله په مرحله زمونږ په ګران وطن کی موسکا او خندا ګانی کو چیدلی دی دوطن موردخپلو بچو او عزیزانو د شهادت په تغرپه ویر او  ماتم کی شپی او ورځ سبا کوی.  دوطن شین باغ تالا اوخزان وهلی او رژیدلی دی.او دسولی کوتری نوری ددی  باغ څخه مروری دی. دا سوال لا تر اوسه حل شوی ندی چه دا د دی وطن دجغرافیوی  موقیعت ګناه ده او که زمونږ دخلکو او ولوسونو ؟ ډیر دلایل شته دی چه بیان او تفصیل د دی کو چنی لیکنی تر حوصلی لوړ دی .             لنډه او ښکاره خبره دا ده چه یو ځل دکمک او دوستی  تر نامه لاندی شرقی دیکتاتوری په افغانی لابر اتوار کی دخلکو په وینو امتحان شووه.نتیجه دا شووه چه سر کوزی او ناکامه او دتاریخ ،دنیا شرمنده بیرته خپل وضع الجیش « قرارګاه » ته په شا ه شووه .                                                                                                                                            2 : وروسته دهغه چه افغانی مجاهدینو په پاکستانی او پنجابی بدلو اخلاقو او عادت  دخپل کور دورانولواو دخپلو خلکو په وژنی لاس پوری کړه .اوټول ملت یی دغنیمت په  نوم اسیر اوبرمته ونیووه  په وطن کی یی ښیی نظامی غوبلی  وکړی او دوینو دریابونه یی وبهول دا  دشلم قرن تاریخی فاجعه زمونږ ولس په وطن کی دمعجزی په شکل ولیدله دکابل کوڅو ،او بانډواودیولوالونو پری وژړل .تفصیل ته یی ضرورت نشته.

 3 :  د طالبانو لاسونه هم په وینو سره دی ددنیا لوی شرم او مسقعره یی  په نصیب شووه هغوی دعلم ،تمدن ،تخنالوژی تولو دروازوته یی  کلک قلفونه واچوول او دپاکستان دلوی اسلامی امپراطوری خوبونه یی دناکامی سره مخ شوول پاکستان غوښتل چه دافغانستان او اسیا میانه په شمول ان تر ترکیی پوری په خپل قلمرو کی راولی. دا هم ډیر اوږد بحث دی چه تفصیل یی دلته ځای نلری. داټول هغه څه وه چه د افغانانودبیګانوه دستراتیژی اهدافو دپاره وکړه.خپل وطن اوکور یی وران او خپل وطن پرسته مسلح قواوی یی دړی وړی او کبار کړی او په پاکستانی کالدارو یی خرڅی کړی آو اوس داسی وخت راغلی دی چه دپاکستان او تورو  پنجا بیانو دتوپچی او راکتی حملو په مقابل  کی بی توانه او چپه خوله ناست دی .په واک کی څه نلری او هغه سوګند یی چه یاد کړیدی چه دافغانستان  دملی ګټو او دمځکی دیووالی څخه  به دفاع کوی اوس دخپل وجدان اوملت دمحکمیی لاندی دی يا دی دخپلی بی کفایتی په اساس خودکشی وکړی اویادی نوره سیاسی صحنه پریږدی .                                                           4 : دا لویه اوپراتیفی بازی چه امریکا شروع کړی تر څو به پکی افغانان ،ښځی اوکوچنیان او بډاګان وژنی دحل کلی یی ددنیا دلوی شیطان انګلیس په لاس کی ده دجګړی دواړه طرفه دوی خپل دی هلته دتوریزم په مرکز کی په پاکستان کی پیسی اونظامی کمکونه کوی دلته په افغانستان کی زمونږ په میندو او خویندو زمونږ په کلواو باندو کی بمبارونه کوی دډیر تاسف او ژورخفګان ځای دادی چه یولس کاله کیږی چه د دیموکراسی په نوم (دیکتاتوری اوټول و ژنی) دحقوق بشر په نوم هوایی بمباری او کتلوی وژنی  دښی حکومت داری تر نامه لاندی په فساد اوغلاکی  غرقه دولتی اداره دتروریزم په نوم په کلی اوبانډدو کی دافغانی ښځو وژنه او شهادت دمخدره موادو دمخ نیوی په نوم  دمخدره موادوو بین  المللی قاچاق دا ټول خارجی او داخلی زور واکان دی چه دااعمال تر سره کوی او په وطن کی دځنګل قانون عملی کوی . په دی کال  په وطن کی  ډلیزه وژنی او دوینو /جاری ساتل او په دی یولس کلن نظامی غوبل چه غرب زمونږ په خلکو روان اوجاری ساتلی دی دهر با درده افغان چه هر چیری وی باید داعتراض او خپل واکی اواز  پورته کړی حداقل که توره نلری قلم ته لاس کړی او دتوری په ځای یی وچلوی اوکه ووایو (په مایی غرض نشته ) ډیره لویه ګناه به موکړی اوسی  .                                                                                       5 : تر اوسه لا دغرب اخرنی اهداف معلوم ندی چه نور څومره منزل زمونږ په  وینو وهی  مجاهد یی  دروشنفکرانو سره وجنګوه ، بیا یی مجاهد ملا دمجاهد ملا سره وجنګوه ، اوبیایی طالب ملا دمجاهد ملا سره وجنګوه ، او اوس د جګړی دواړه خواوی دوی سره جنګوی چه تر څو به دوام وکړی ، اودادی اوس زمونږ وطن سره 48 مملکته جنګوی .                             شهید مرحوم ترکی دیوه غربی ژورنالست په جواب کی داسی فرمایلی وه:ما دانقلا ب ډیوه بله کړه  که چا مړه کړه خپله به پکی وسوځیږی ) او مرحوم شهید داکتر نجیب په بلګراد کی د ژورناست په جواب کی داسی وفرمایل افغانستان به دامریکا دپاره  په دوهم ویتنام بدل شی دادی هغه  ورځی لری ندی نژدی دی) .چیرته دی هغه افغانی غربی جاسوسان اومورخین چه پخواه به یی د شوروی داشغال چیغی وهلی  او اوس چپه خوله ناست دی وجدان لری اوکه وجدان ییی هم خر څ کړی دی  اوس دی دافغان ولس دپاره دحق اواز پورته او دخپل صداقت اعلان دی وکړی .                                                                                   6   : حقیقت دادی چه حق ویل اوحق لیکل خورا ګران کا ر دی دبی دفاع خلکو  دفاع دوجدان له مخی  دهر افغان فرض  دی چه باید ادایی کاندی په دی تیره هفته کی دلغمان ولایت دالینګار دنورلام صاحب دره کی په ښځو باندی دناتو قواو بمباردمان چه دمیدیا په قول 9   ښځی شهدانی اوڅه نوری زخمیانی شوی د ی ولی ظالمانو هلته خو تروریزم نشته اونه یی مرکزونه شته دی    ولی ظالمانو ؟ دلته خو دتروریزم مرکز نشته  دی دا خلک ډیرغریب او بیچاره دی  نراو ښځی یو ځای کار کوی ښځی دخپل ژوند دهوساینی دپاره په غرو کی کار کوی دا وړنده ناتو څنګه اوپراتیفی قرارورکوی  بمباردمان کوی او دمظلومو ښځوژوند اخلی  الا پاک دی دی شهیدانو افغانی ښځو ته جنتونه په نصیب کړی او دظالمانو دی جهنم  ځای شی . او دا ژړاګانی به کله ختمیږی او خنداګانی به کله زمونږ دولس په خوله راځی.وطن اوس دوحشی نهنګ په خوله کی پروت دی مونږ ټولو افغانانو ته پکار ده چه دملی وحدت  په رسی چنګ ولګوه قضاوت به خلکو او وخت ته پریږدو چه خپل اصیل (د خلکو دګوند بچیان ) داوبو دتل څخه سر  ته راوباسی او دی دمصیبت کروان ته دپای ټکی کیږدی .تاریخ به تکرار شی بیابه خندا اوموسکا زمونږ دخلکو نصیب شی وطن اوزمونږمیړنی ولس دی ژوندی وی اخر به غربیان دا  په ډالرو مست لیوانیان زمونږ مقدسی خاوری ته داحترام سر کوز کړی  .      چه افغانان پکی اوسیږی ×په هغه ځای دی بی اوبووشی ګلونه  وسلام


September 24th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي